د ازادې اروپا راډیو/ ازادۍ راډیو په آذربایجان کې د خپل خبریال د خوشې کېدو غوښتنه کوي.

Your browser doesn’t support HTML5

د تېرې چهارشنبې په ورځ پنځمه میاشت پوره شوه چې د ازادې اروپا راډیو /ازادۍ راډیو خبریال او اقتصادپوه فرید مهرعلی زاده په آذربایجان کې بندي دی. مهرعلي زاده له هغې وروسته ونیول شو چې د آذربایجان د حکومت پر پالیسیو یې ښکاره نیوکې وکړې. د آذربایجان دولتي چارواکو نوموړی په قاچاق، له مالیې تېښتې او فساد تورن کړی، خو څارونکي وایي د هغه نیول سیاسي انګېزه لري. د ازادې اروپا راډیو /ازادۍ راډیو عمومي رئیس ستیفن کاپس تېره ورځ وویل چې پر فرید مهرعلي زاده پورې شوي تورونه «دروغ» دي او هغه باید زر تر زره له بنده خوشې شي.