د اوکراين ولسمشر د دغه هېواد لوی څارنوال له دندې ګوښه کړ

د اوکراين ګوښه شوی لوی څارانوال اندري کوستین لیوي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي په رسمي ډول د دغه هېواد لوی څارانوال اندري کوستین لیوي له دندې ګوښه کړ.

دا اقدام د هغه تحقیقاتو څخه وروسته شوی چې څرګنده شوه چې د اوکراین یوشمېر حکومتي چارواکو د معلولیت ګټې ترلاسه کړي او د غلطو پلمو له‌مخې یې له نظامي خدماتو څخه ډډه کړې.

زیلینسکي د اندري کوستین د لیرې کولو فرمان نن (اکتوبر ۳۱مه) وروسته له هغې لاسلیک کړ، چې د اوکراین پارلمان دوه ورځې وړاندې د هغه د لیرې کولو په حق کې رایه ورکړه.

وروستي تحقیقات ښیي چې د خمیلنیتسکي په سیمه کې ډېری څارنوالانو په ناسم ډول د معلولیت جوازونه ترلاسه کړي، کوم چې دوی ته اجازه ورکوي چې ځانګړي امتیازات ترلاسه کړي او د نظامي خدماتو څخه ډډه وکړي.

دا رسوایي په اوکراین کې د خلکو د اعتراض او ټول هېواد کې په پراخه کچه د تحقیقاتو د پیل سبب شوه.

اوکراین هڅه کوي د روسیې د بې‌دلیله برید مخه ونیسي چې د ۲۰۲۲په فبروري کې پیل شوی او لاهم دوام لري.