شمالي کوريا د يو بل توغندي د ازمايلو خبر ورکړی

له ارشيفه د شمالي کوريا د يو توغندي ازمايلو صحنه

شمالي کوریا وایي، د اټومي وسلو د پیاوړتیا لپاره یې یو تر ټولو پرمختللی او پیاوړی توغندی ازمایلی دی.

دا هېواد د وسلو دغه نوې ازموینه وروسته له هغې کوي چې، پیونګ‌یانګ روسیې ته د سرتېرو په لېږلو تورن شوی دی.

جنوبي کوریا تر دې ازموینې یوه ورځ مخکې خبرداری ورکړی و، چې پر اټومي وسلو سمباله شمالي کوریا د یوه بل لیرې واټن ویشتونکي توغندي چې تر لویو وچو پورې رسېدلی شي، یا هم د اټومې ازموینې لپاره چمتووالی نیسي.

دغه ازموینه څو ساعته وروسته له هغې وشوه چې، د امریکا او جنوبي کوریا پوځي چارواکو پر پیونګ‌یانګ غږ وکړ چې، خپل ځواکونه له روسیې وباسي.

شمالي کوريا روسيې ته د پوځيانو لېږل رد کړي، خو تېره اوونۍ يې د بهرنيو چارو مرستيال وزير ويلي و، که دا ډول پوځيان لېږل کېږي، دا به له نړيوال قانون سره سمون ولري.

پیونګ‌یانګ د ملګروملتونو د بندیزونو له‌‌مخې د بالستیک توغندیو له ازمايلو څخه منع شوی دی.

خو د دې هېواد واکمن کیم‌جونګ‌ اون سږکال دغه ازموینې ګړندۍ کړي او کارپوهانو هم خبرداری ورکړی چې، دا هېواد مخکې له‌دې چې روسيې ته وسلې ورکړي، هغه ازمویي.