د اسپانیا په ختیځو، جنوب ختیځو او جنوبې سیمو کې د سملاسي سېلابونو د راوتلو له کبله لږترلږه ۹۵ کسان مړه شوي دي.
د اسپانیا چارواکي وایي، ممکن د مرګژوبلې شمېر لوړ وي، ځکه په وینا یې د ټولو سېلاب ځپلو سیمو د زیانونو معلومات لا نه دي وروستي شوي.
د اسپانیا صدر اعظم پدرو سانچز پرون چهارشنبه ناوخته وویل چې د دغه هېواد لسګونه ښارونه دغو سېلابونو زیانمن کړي او په وینا یې ګواښ لا هم له منځه نه دی تللی.
د اسپانیا د هوا پېژندنې ادارې په دغه هېواد کې د سه شنبې ورځې د ورښت کچه بې سارې بللې ده.
ژغورونکي ټیمونه سېلاب ځپلو سیمو کې د خلکو په مرسته لګیا دي.