د طالبانو د حکومت یوه پلټونکي پلاوي موندلې چې د ایران په کلګان دره کې څه موده وړاندې پر افغان کډوالو د ډزو او چاودنې پېښه واقعیت لري.
دغه پلاوي چې مشري یې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ملا محمد ابراهیم صدر کوي ویلي، دوی له دغې پېښې ۲ مړي او ۳۴ ټپيان افغانستان ته انتقال کړي دي.
د پلاوي د موندنو په خبرپاڼه کې چې د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت نن پنجشنبه خپره کړې، راغلي چې څېړنې يې لا بشپړې نه دي او له کوم کره شمېر پرته یې ویلي، یو شمېر نور قربانیان ایران او پاکستان کې پاتې دي چې پلاوی یې د موندلو لټه کوي.
د لومړي ځل لپاره د حالوش په نوم د ایران د بشري حقونو یوه بنسټ د تېرې تلې میاشتې په ۲۳مه راپور ورکړ چې ایراني پوله ساتو ځواکونو د ایران او پاکستان ترمنځ کلګان دره کې پر افغان کډوالو ډزې کړې دي.
هغه مهال دغه بنسټ د پېښې د څو عیني شاهدانو په حواله وویل چې پیښه کې ګڼ شمېر کډوال وژل شوي، خو لوړپوړو ایراني چارواکو بیا د ډزو پېښه رد کړې وه.