د روسیې یوې محکمې یوه اوکراینۍ مېرمنه د اوکراین پوځ ته د روسي پوځیانو د تحرکاتو په اړه د اطلاعاتو ټولولو په تور په ۱۱ کاله بند محکومه کړه.
روسیې له کله چې په اوکراین کې پوځي عملیات پیل کړي، ګڼو کسانو ته یې د خیانت یا او د اوکراین لپاره د جاسوسۍ په تور د اوږده بند سزاوې ورکړې دي.
د اوکراین پولې ته څېرمه د بلګرود سیمې یوې محکمې پرون دغه مېرمنه چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، مجرمه وپېژندله.
د روسیې د ریا نووستي خبري اژانس د خبر له مخې، دغه اوکراینۍ ښځه تورنه شوې چې د روسي پوځیانو د موقعیت او فعالیتونو په باب یې اطلاعاتو راټولول.
د روسیې د استخباراتي ادارې په دې باب په یوه اعلامیه کې معلومات ورکړي او ویلي یې دي چې د دوی افسرانو دا ښځه داسې وخت ونیوله چې د اوکراین استخباراتي ادارو ته یې انلاین پیغامونه لېږلي وو.
په اعلامیه کې ویل شوي چې دغې ښځې د دې سزا پر وړاندې د استېناف غوښتنه بایللې ده.