یونان د پناه غوښتونکو او کډوالو پر وړاندې د لا سختو پالیسو غوښتنه وکړه

د یونان په کرت ټاپو کې د بېلابېلو هېوادونو د پناه غوښتونکو او کډوالو یوه کښتۍ چې اروپايي هېوادونو ته د تلو هڅه کوي.

یونان د پناه غوښتونکو او کډوالو په وړاندې د اروپايي ټولنې د لا سختو پالیسو غوښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې په منځني ختیځ کې د روانې جګړې له کبله یو وار بیا اروپا په ځانګړي ډول یونان ته د ورروانو پناه غوښتونکو شمېر زیات شوی دی.

د یونان د کډوالۍ وزیر نیکوس پاناګیوتوپولوس پرون چهارشنبه وویل، څرنګه چې یونان ته له تېر مني د سمندر له لارې د ور روانو کډوالو شمېر دوه برابره شوی، حکومت یې په ردس او کرت ټاپوګانو کې د توقیف ځایونو پر جوړولو غور کوي.

هغه ویلي اټکل دا دی چې د کال تر پایه به د پناه غوښتونکو شمېر ۵۰زرو ته ورسېږي.

د یونان د کډوالۍ وزیر له اکشن ۲۴ خصوصي تلوېزیون سره په خبرو کې ویلي، د یونان په ټاپوګانو کې د کډوالو کمپونه ډک شوي، خو په اصلي قلمرو کې دغه کمپونه ۶۰ فیصده ډک دي.