د طالبانو او ایراني ځواکونو ترمنځ د نښتو خبر ورکړل شو

د افغانستان او ایران ترمنځ د پولې یوه څنډه

د ایران پولې ته څېرمه نیمروز ولایت کې د ایراني پوله ساتو ځواکونو په ډزو کې د یوه افغان د وژل کېدو او د طالبانو او د ایران د سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

د حال‌وش په نوم د بشري حقونو ډلې چې د ایران سیستان-بلوچستان اړوند پېښو په اړه خبرونه خپروي، نن چهارشنبې پر ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر ولیکل چې د ایران پوله ساتي ځواکونه وروسته له هغې په صفري نقطه کې د طالبانو له یوې سرحدې پوستې سره په ډزو کې ښکېل شول چې د ایران د هیرمند ولسوالۍ اړوند ساسولي کلي کې دېره ایراني پوله ساتو ځواکونو پر یو شمېر هغو بلوڅانو ډزې وکړې چې پر پوله د تېلو د لېږد کاروبار مخ ته وړي او لږترلږه یو تن په‌کې ووژل شو.

حال‌وش ویلي چې وژل شوی کس د نعیم ریګي په نوم یو۲۶ کلن بلوڅ و.

دغه راز ویل شوي چې د دواړو لورو ترمنځ نښتو څو ساعته دوام وکړ.

خو د نیمروز ولایت د پل ابرېشم په سیمه کې د طالبانو کمیسار مولوي حنظله آزادي راډیو ته په خبرو کې په سیمه کې د دوی او ایراني ځواکونو ترمنځ د نښتو خبره رد کړه، خو یوازې د یوه کس وژل کېدل یې پرته له دې چې د څرنګوالي په اړه یې نور جزییات ورکړي، تایید کړل.

د وژل شوي افغان یوه نژدې خپل چې ځان د نعیم ترورزوی معرفي کوي، ازادي راډیو ته تایید کړه چې هغه تېره شپه داسې مهال د ایراني پوله ساتو ځواکونو په ډزو ووژل شوچې غوښتل یې پر پوله د ایران خواته واوړي.

په خپلواکه توګه د دا ډول پېښو په اړه د راپورونو تاییدل ګران کار دی.

خو د ایران سیستان-بلوچستان اړوند سیمو کې د دا ډول پېښو په اړه اکثراً رسنۍ د حال‌وش پر راپورونو اتکا کوي.