غزه کې نن سهار د اسراييلو په هوايي بريدونو کې ۸۸ کسان وژل شوي

غزه کې د اسراييل بريدونه

د غزې تړانګې په شمالي برخه کې نن چهارشنبې د اسرايیلو په دوو هوايي بریدونو کې د لسګونو ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۸۸ کسان ووژل شول.

روغتیايي چارواکو او د یوه روغتون مشر ویلي چې، د ژوند ګواښوونکو ټپیانو درملنه ځکه نه‌شي کېدای چې د اسرايیلي ځواکونو د اوونۍ د پای په عملیاتو کې په لسګونو ډاکټران توقیف شوي دي.

اسراییل په وروستیو اوونیو کې د غزې په شمال کې هوايي بریدونه زیات کړي او هم یې پراخ ځمکني عملیات پیل کړي دي.

اسراییل ویلي چې، دغه عملیات د حماس چې د متحده‌ایالاتو او اروپايي اتحادیې له‌خوا د یوه ترهګر سازمان په توګه پېژندل شوی، د سخت‌دریځې ډلې د وسله‌والو په له‌منځه وړلو متمرکز دي.

د جګړې له پراخېدو سره د غزې په شمال کې د سلګونو زرو فلسطینیانو د خرابېدونکي بشري وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.