افغان کرکټ بورډ له زمبابوې سره د لوبو نېټې په ډاګه کړې

د افغانستان او زمبابوې کرکټ سيالۍ يو انځور

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د زمبابوې له ملي لوبډلې سره د افغان ملي لوبډلې د راتلونکو لوبلړیو نېټې په ډاګه کړې.

د سه‌شنبې په ورځ د اکټوبر په ۲۹مه نېټه کرکټ بورډ د یوه خبر په خپرولو سره ویلي دي چې، ملي لوبډله به یې د ډسمبر له نهمې نېټې د نوي ۲۰۲۵ زېږدیز کال د جنورۍ تر شپږمې نېټې پورې له زمبابوې سره درې لوبلړۍ ترسره کړي.

دغه لوبلړۍ چې د زمبابوې په کوربه‌توب ترسره کېږي په‌کې درې شل اوریزې، درې یو ورځنۍ سيالۍ او دوه ټېسټ لوبې شاملې دي.

کرکټ بورډ لیکلي، د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ به د ډسمبر میاشتې په ۹مه، ۱۱مه او ۱۲مه نېټه وي.

دغه‌راز د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ به د همدې میاشتې په ۱۵مه، ۱۷مه او ۱۹مه نېټه ترسره شي.

د دې ترڅنګ د ټېسټ سیالیو لومړۍ لوبه به د ډسمبر میاشتې په ۲۶مه پیل او په ۳۰مه نېټه به پای ته ورسیږي او دویمه ټېسټ سیالي بیا د جنورۍ میاشتې په دویمه نېټه پیل او په شپږمه نېټه به یې اخري ورځ وي.

د ویلو ده چې تر یادو لوبلړیو وړاندې، افغان کرکټ ملي لوبډله د راتلونکې نومبر میاشتې په ۶مه نېټه د بنګله‌‌دېش پر وړاندې د عربي متحده اماراتو په شارجه لوبغالي کې د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیلوي.