د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون سهشنبې اعلان وکړ، چې پر ۱۳۱ اسټرالیایي اتباعو یې بندیزونه لګولي او هغوی یې روسیې ته له سفر کولو منع کړي دي.
د روسیې لهخوا په دغو بندیزونو کې د اسټرالیا د دفاعي صنایعو استازي، خبریالان او نورې عامې څېرې چې مسکو هغوی د "روسیې ضد اجنډا" په خپراوي تورن کړي، په نښه شوي دي.
دغه بندیزونه د اسټرالیا هغه مخکېني اقدام ته د مسکو مستقیم ځواب دی، چې پر یوشمېر روسي شرکتونو، ادارو او افرادو یې بندیزونه لګولي دي.
پر دې سربېره روسیې د نیوزیلند د دفاع وزارت د درېیو مرستیالانو په ګډون د دې وزارت پر ۹ چارواکو هم بندیزونه لګولي دي.
پر اوکراین د روسیې د بېدلیله یرغل راهیسې اسټرالیا د روسیې په څه باندې زرو شرکتونو او افرادو بندیزونه لګولي، چې نیوزیلند هم د روسیې په وړاندې ورته تګلاره مخته وړې ده.