د ګرجستان ولسمشرې د پارلماني ټاکنو د پايلو د بيا ارزونې غوښتنه کړې

د ګرجستان ولسمشره سالومه زورابیشویلي

د ګرجستان ولسمشرې سالومه زورابیشویلي له لوېدیځو هېوادونو وغوښتل چې په واکمن، د ګرجستان خوب ګوند باندې فشار راوړي چې د انتخاباتو نتیجې له سره و ارزوي.

نوموړې پرون سه‌‌شنبې د دې هېواد په پلازمېنه تبلیسي کې د ازادې اروپا/ازادي راډیو د ګرجستان له څانګې سره په مرکه کې همدارنګه وویل، اروپایي او نور غربي شریکان یې باید پر چارواکو سخت فشارونه راوړي ترڅو د شنبې د ورځې د پارلماني انتخاباتو پايلې چې د هغې په خبره غلا شوي، بیا وڅېړي.

مېرمن زورابیشویلي او د اپوزیسیون ګوندونه وایي چې، په دغو انتخاباتو کې لاسوهنه شوې او شاوخوا درې سوه زره رایې د واکمن ګوند په ګټه کارول شوي دي.

دې ګوند ادعا کړي چې شاوخوا ۵۴سلنه رایې یې ګټلي دي.

دغه ادعاوې او د روسیې د مداخلې په اړه تورونه د دې سبب شوي، چې په ګرجستان کې په لسګونو زره کسان د اعتراضونو لپاره واټونو ته راووځي.