بدخشان کې د سرو زرو د يو کان نړېدو پېښه کې درې کسان مړه شوي

د سرو زرو د ترلاسه کولو پروسه

په بدخشان کې د سروزرو د مینځلو د یوې کارخونې د نړېدو په پېښه کې درې کارګران مړه شوي دي.

په بدخشان کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار ویلي، دغه پېښه پرون سه‌شنبې د ارغنجواه ولسوالۍ په تاقرچه سیمه کې شوې ده.

د هغه په خبره دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې پر دغو کارګرانو د کار په مهال ناڅاپه کارخونه ونړېده.

د درې واړو کارګرانو مړي د طالبانو د امنیتي کسانو له‌‌‌خوا د نړېدلې کارخونې له خاورو را ايستلي او د هغوی کورنیو ته سپارل شوي دي.

په بدخشان ولایت کې له‌‌دې مخکې هم دا ډول ډېرې پېښې تکرار شوي او یو عمده لامل یې دا ښودل شوی چې، د سیمې اوسېدونکي په غیرقانوني او غیرمعیاري ډول کانونه سپړي.