طالبانو يو ترکي شرکت سره د جوزجان د سمنټو د توليد د يوې فابريکې قرارداد لاسليک کړ

ارشيف

د طالبانو د حکومت د کانونو او پترولیم وزارت پرون سه‌شنبې په جوزجان ولایت کې د سمنټو د تولید د یوې فابریکې قرارداد له یوه ترکي شرکت سره لاسلیک کړ.

د سمنټو د تولید دغه فابریکه د ترکي ۷۷ شرکت له‌خوا د ۱۶۳ ميلیونه ډالرو په پانګونې سره د جوزجان ولایت په یتیم تاق سیمه کې جوړیږي.

د راپورونو له‌مخې په هغو مراسمو کې چې پرون په‌دې مناسبت په سیمه کې جوړشوي و، د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم په‌کې حضور درلود.

د طالبانو د کانونو او پترولیم د سرپرست وزیر ملا هدایت‌الله بدري په خبره د سمنټو د تولید په دغې فابریکه کې به د یو زرو ۲۵۰ کسانو لپاره د کار زمینه برابره شي.

د طالبانو حکومت چې په څه باندې درېیو کلونو کې یې د کانونو د استخراج او فابریکو او تاسیساتو د رغولو یو زیات شمېر قراردادونه لاسلیک کړي، پرې یو انتقاد د دغو قراردادونو پر روڼوالي څرخي.