د مسکو يوې محکمې د معلوماتي ټکنالوژۍ کارپوه فيروز دادوبايف په ۱۳نيم کاله بند محکوم کړ

د مسکو يوه محکمه

د مسکو یوې محکمې د معلوماتي ټکنالوژۍ کارپوه فیروز دادوبایف د خیانت په تور په دیارلس‌نیم کاله بند محکوم کړ.

دادوبایف د روسیې او تاجکستان دوه‌ګونی تابعیت لري.

د روسیې دولتي خبري اژانسونو نن د امنیت د فدرال ادارې FSB په حواله راپور ورکړ چې، دادوبایف د ۲۰۲۲ کال په اکتوبر میاشت کې هغه مهال ونیول شو، چې غوښتل یې د روسیې پټ استخباراتي معلومات په پلازمېنه مسکو کې د امریکا د استخباراتو یوه استازي ته وسپاري.

محکمې همداراز نوموړی د ۳۰۸۰ ډالر معادل د ۳۰۰ زره روسي روبلو د جریمې په ورکولو هم محکوم کړی دی.

وروسته له‌‌دې چې روسیې په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین یرغل وکړ، په روسیه کې په خیانت د تورنو کسانو قضیې هم زیاتې شوې دي.

ولسمشر ولادیمیر پوتین تېرکال هغه قانون توشیح کړ چې، له‌مخې یې د خیانت په نوم جرمونو ته تر پخوا درنې سزاګانې ورکول کېږي.