يوشمېر لوېديځو هېوادونو د ګرجستان پارلماني ټاکنې له بې‌نظميو ډکې بللي

د ګورجستان پارلماني ټاکنې

په ګرجستان کې له لانجمنو انتخاباتو وروسته لوېدیځ هېوادونه له‌دې هېواد سره پر خپلو اړیکو بیا غور کوي.

متحدایالتونو، کاناډا او سویډن د ګرجستان پر پارلماني انتخاباتو چې د روسیې پلوي ګوند د ګرجستان ارمان ګوند یې د ګټلو ادعا وکړه، انتقاد وکړ.

له‌دې مخکې د دې انتخاباتو په ترڅ کې د پراخو بې‌نظمیو راپورونه ورکړل شوي وو او د اپوزیسیون ګوندونو د پراخو اعتراضونو پرمهال ادعا وکړه چې، مسکو په‌دې انتخاباتو کې لاسوهنه کړې ده.

سویډن اعلان وکړ چې د ګرجستان له حکومت سره مستقیم اړیکي پرې کوي او کاناډا وویل چې له تبلیسي سره پر خپلو اړیکو بیا غور کوي.

د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر سناتور بن کاردین ویلي، د ګرجستان په انتخاباتو کې د بې‌نظمیو اړوند راپورونه د اندېښنې وړ دي.

دا په‌داسې حال کې ده چې اروپايي ټولنې او متحدایالتونو مخکې په ګرجستان کې د ډیموکراسۍ د په شاتګ په اړه خبرداری ورکړی و.