وسلهوالو کسانو په بلوچستان کې د رغنیزو چارو پنځه کارکوونکي وژلي دي.
یوه سیمهيیز چارواکي نن خبریالانو ته وویل، دا پېښه د ایران پولې ته نژدې د پنجګور بند په سیمه کې شوې ده.
تر اوسه هيڅ یوې ډلې د دې برید پړه نهده منلې.
له طبیعي زېرمو شتمن بلوچستان له کلونو را پهدې خوا د ناامنیو ډګر دی.
پهدې ایالت کې د بلوچستان د ازادۍ د پوځ په نوم بېلتونپاله ډله چې متحدایالات یې نړیواله تروریستي ډله بولي، د پاکستان د حکومت پر ضد جګړه کوي.
د اکتوبر په ۱۱مه د همدې ایالت په دوکي ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د کان شل تنه کارکوونکي په یوه برید کې چې پړه یې هيڅ ډلې ونهمنله ووژل شول.