پر خارکییف د روسیې د حملو له کبله څلور کسان وژل شوي

پر خارکییف د روسیې د حملو له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه

د اوکراین پر خارکییف ښار نن سهار وختي د روسیې په حملو کې څلور کسان ووژل شول.

د خارکییف ښاروال ایهور تیريخوف پر خپل ټلیګرام چینل په یوه بیان کې لیکلي دي چې پر اوسنو ویانسک ناحیه په دې برید کې ملکي تاسیساتو او د استوګنې کورونو ته هم زیان اوښتی دی.

د روسیې پوځ له شپږو ساعتونو په لږه موده کې پر خارکییف ښار د دوهم ځل لپاره حمله وکړه.

تیريخوف زیاتوي چې د ښار پر مرکز په لومړۍ حمله کې نهه کسان ټپیان شوي وو.

د هغه په وینا، په دې حمله کې یوه تاریخي ودانۍ هم زیانمنه شوه.

همداراز د پلازمېنې کییف ښاروال ویتالي کلیچکو پر خپله ټلیګرام پاڼه لیکلي چې د روسیې یوې بې پیلوټه الوتکې نن سهار وختي پر دې ښار برید وکړ او شپږ کسان یې ټپیان کړل.