ناټو تایید کړې ده چې د شمالي کوریا ځواکونه د روسیې کورسک سیمې ته، چې له اوکراین سره ګډه پوله لري، انتقال شوي دي.
د ناټو سرمنشي مارک روتې د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې په خپلو څرګندونو کې دا اقدام د روسیې په پراخ یرغل کې "د پام وړ شدت" وباله او ویې ویل چې دا وروسته له هغې چې په جګړه کې تر ۶۰۰ زرو زیات روسي سرتېري وژل شوي یا ټپیان شوي دي، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین "مایوسي" ښيي.
د ناټو د سرمنشي تر څرګندونو وړاندې، په وروستیو اوونیو کې راپورونه ورکړل شوي وو چې شمالي کوریا له مسکو سره د نژدې اړیکو په نښه روسیې ته ځواکونه، تجهیزات او مهمات لېږي، څو د اوکراین پر ضد په جګړه کې وکارول شي.
د جنوبي کوریا استخباراتي راپورونه وايي چې د شمالي کوریا تر درې زرو زیات عسکر روسیې ته استول شوي، او تمه کېږي چې تر دسمبر میاشتې پورې به ۱۲زره نور سرتېري هم واستول شي.
د جنوبي کوریا د استخباراتو معلومات ښيي چې د جنګي الوتکو پیلوټان هم روسیې ته استول شوي دي.