د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ په خپل نوي راپور کې یو وار بیا په افغانستان کې د بشري حقونو له خرابېدونکي وضعیته اندېښنه ښودلې ده.
هغه ویلي، طالب چارواکو نړیوالو قوانینو ته د درناوي د ادعاوو خلاف عمل کړی او د بشري حقونو څخه یې بې شمېره سرغړونې کړي دي.
طالب چارواکو سمدستي د بینېټ د نوي راپور په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې هغه تورن کړی چې پروپاګند کوي او له همدې امله یې افغانستان ته له سفر منع کړی.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد ادعا کړې چې ریچارډ بینېټ د ده په خبره د افغانستان پر ضد د پروپاګند دنده په غاړه درلوده، په پروپاګند بوخت و او یوه ډېره وړه مسئله یې لویوله.
د مجاهد په وینا، له همدې امله ریچارډ بینېټ ته نور اجازه نه ورکول کېږي چې افغانستان ته سفر وکړي.
خو ریچارډ بینېټ ویلي چې د ملګرو ملتونو لهخوا ټاکل شوي د یوه خپلواک کارپوه په توګه خپل مسوولیتونه په جدي توګه ترسره کوي او په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه یې په بشپړه بې طرفۍ سره راپور تیار کړی دی.
هغه زیاته کړې، سره له دې چې د طالبانو لهخوا افغانستان ته له ورتلو منع شوی، خو دی به د بشري حقونو د سرغړونو مستندولو ته دوام ورکړي او د وضعیت د ښهوالي لپاره به غږ پورته کړي.