طالبان په غزني کې د ابوریحان البیروني په مقبره کې د علمي-څېړنیز مرکز د جوړلو هڅه کوي

د غزني ښار یوه څنډه

د طالبانو حکومت غواړي چې په غزني کې د ابوریحان البیروني په مقبره کې علمي - څېړنیز مرکز جوړ کړي.

د طالبانو تر کنترول لاندې باختر خبري اژانس پرون دوشنبې په یوه خبر کې وویل چې د غزني اوسېدونکو په خپلو شخصي پیسو د دې مقبرې ډبرین فرش جوړ کړی دی.

راپور د طالبانو د غزني د اطلاعاتو او کلتور د ريیس ملا حمیدالله نثار په قول وايي چې د طالبانو حکومت هڅه کوي چې د نړیوالو کلتوري ادارو په همکارۍ د ابوریحان البیروني مقبره او یو څېړنیز مرکز جوړ کړي.

ابوریحان البیروني هغه منجم، فیلسوف، ریاضي‌پوه او علمي شخصیت دی چې د غزنوي دورې په څلورمه او پنځمه هجري پېړیو کې اوسېده.

د ابوریحان البیروني مقبره د غزني ښار په جنوب ختیځ کې د بهلول باغ په سیمه کې موقعیت لري.