د افغانستان په ځینو سیمو کې د اوبو کچې لوړېدو، سېلابونو او بارانونو اټکل شوی

ارشیف: وروستیو سېلابونو په لغمان کې هم زیانونه اړولي دي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، نن سې شنبې او سبا چهارشنبې د هېواد په ځینو سیندیزو حوزو کې د سیندونو د اوبو د اندازې د لوړېدو، سېلابونو او بارانونو اټکل شوی دی.

دغه وزارت پرون دوشنبې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، احتمال شته چې د عقرب په اتمه او نهمه به د کونړ، لغمان، ننګرهار، پنجشېر، غوربند، کابل او بدخشان د سیندونو د اوبو سطحه لوړه شي.

د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د عقرب پنځمه د بدخشان ولایت په مرکز فبض اباد کې سیل د یوه ۱۳ کلن ماشوم ژوند واخیست.

د تېرې سنبلې میاشتې په وروستیو کې په ننګرهار کې د سېلابونو له کبله لږترلږه ۳ تنه مړه او ۲۰ نور ژوبل شول.

سېلابونو د ننګرهار ولایت اوسېدونکو ته مالي تاوانونه هم واړول.