د چین یوه ښوونځي ته نژدې د چړې برید؛ د درېیو ماشومانو په ګډون پنځه کسان ټپیان شوي

ارشیف

د چین پولیس وايي چې په پلازمېنه پېکېنګ کې یوه ښوونځي ته نژدې د چړې په وسیله د برید په نتیجه کې د درېیو ماشومانو په ګډون پنځه کسان ټپیان شوي دي.

د اسوشیتیدپرېس خبري آژانس د راپور له مخې، دا حمله نن د لړم په ۷مه ماسپښین مهال په هایدیان نومې سیمه کې وشوه.

پولیسو په یوه بیان کې ویلي چې یو ۵۰ کلن مشکوک کس د دې برید په تړاو نیول شوی دی.

د دې برید د علت په اړه څه نه دي ویل شوي.

سږ کال په چین کې د چړې په وسیله د حملو څو پېښې وشوې چې په ځینو کې یې د ښوونځیو د زده‌کوونکو لاس و.

تېره میاشت د چین په جنوبي ښار شنژن کې په یوه برید کې یو ۱۰ کلن جاپانی زده‌کوونکی ووژل شو.

په جون میاشت کې په سوژو ښار کې د ښوونځي په بس تمځای کې په یوه برید کې یوه ښځه او ماشوم یې ټپیان شول او یوې چینایۍ مېرمنې چې غوښتل مداخله وکړي، ووژل شوه.

د روانې اکټوبر میاشتې په لومړیو کې د شانګهای ښار په یو سوپر مارکېټ کې د چړې په وسیله په جلا برید کې بیا درې کسان مړه او ۱۵ نور ټپیان شول.