د افغانستان او قطر ترمنځ د مستقیمو الوتنو د پیل موافقه لاسلیک شوه

د کابل هوايي ډګر یوه څنډه

د افغانستان او قطر ترمنځ د مستقیمو الوتنو د پیل موافقه نن د لړم ۷مه په دوحه کې لاسلیک شوه.

په دوحه کې د افغانستان سفارت چې طالبان یې اداره کوي پر خپله ایکس‌پاڼه په یو بیان لیکلي چې دا موافقه د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مرستیال د قطر د ملکي هوايي چلند د ادارې له سرپرست سره لاسلیک کړه.

په بیان کې دا یادونه نه ده شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ الوتنې څه وخت پیلېږي.

له بلې خوا د ایران ایر تور هوايي شرکت نن کابل ته الوتنې پیل کړې.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي چې دا ایرانی هوايي شرکت به افغانستان ته په اوونۍ کې دوه الوتنې ولري.

د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان ته نړیوالې الوتنې بندې شوې، خو نژدې یوکال مخکې لومړی فلای ډبی او ورپسې د روان کال په غبرګولي میاشت کې د ترکېش ایرلاین هوايي شرکتونو کابل ته خپلې الوتنې پیل کړې، مګر د امارات او د هند د هوايي شرکتونو الوتنې تراوسه نه دي پیل شوي.