د ناټو مشر ماریک روتې وايي، دا ټلواله تاییدوي چې د شمالي کوریا سرتېري د اوکراین پر پوله د روسیې کورسک سیمې ته رسېدلي دي.
روتې نن د اکټوبر ۲۸مه په بروکسل کې د وینا پر مهال وویل چې د اوکراین په جګړه کې د شمالي کوریا د سرتېرو ګډون به د روان کړکېچ له پراخېدو سره د پام وړ مرسته وکړي.
د ناټو عمومي منشي زیاته کړه، داسې مهال چې د اوکراین په جګړه کې له شپږ لکو ډېر روسي سرتېري مړه یا ټپيان شوي، دا اقدام د ولسمشر ولادیمیر پوتین د ناکامو هلو ځلو نښه ده.