په پاکستان کې نن دوشنبه ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین ورکولو بل ملي کمپاین پیل شو.
اټکل کېږي، چې شا و خوا ۴۵ ميلیونه ماشومان به د کور پر کور کمپاین پر مهال واکسین شي.
دا پهداسې حال کې ده، چې په پاکستان کې د ګوزڼ د مثبتو پېښو شمېر خورا لوړ شوی او لهدې سره هغه هڅې زیانمنې شوي، چې له کلونو راهیسې د ګوزڼ د ختمولو لپاره کېږي.
که څه هم په پاکستان کې د پولیو ضد واکسین ورکولو کمپاین په منظم ډول عملي کېږي، خو پر روغتیايي کارکوونکو او د کمپاین د خوندیتوب لپاره پر ګمارل شویو پولیسو حملې کېږي.
په پاکستان کې سږکال د مثبو پېښو شمېر ۴۱ ته رسېدلی دی.
زیاتې پېښې په بلوچستان، سند او خیبرپښتونخوا ایالتونو کې ثبت شوې دي.
پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې د ګوزڼ ناروغي پهکې ختمه شوې نهده. سږ میلادي کال تر دې دمه په افغانستان کې د پولیو ۲۲ مثبتې پېښې شوي دي.