د طالبانو د عامې روغتيا وزير د بريتانيا له شارژدافير سره د روغتيايي مرکزونو پر جوړولو خبرې کړي

مولوي نورجلال جلالي

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، د دې ډلې د عامې روغتیا سرپرست مولوي نور جلال جلالي او په افغانستان کې د بریتانیا د سفارت شارژدافیر رابرټ ډیکسن په کابل کې د هېواد په لیرو پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو پر جوړولو خبرې کړې دي.

دغه وزارت د یک‌شنبې په ورځ پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې جلالي او ډیکسن په افغانستان کې د سرطاني ناروغانو او په نشه‌یي توکو د روږدو کسانو د درملنې د اسانتیا او د روغتیا په برخه کې د نړیوالو مرستو د جلبولو په اړه هم خبرې وکړې.

د دغو بحثونو په باب نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي.

په افغانستان کې د بریتانیا سفارت تر اوسه د طالبانو له دغه روغتیايي چارواکي سره د خپل شارژدافیر د کتنې په اړه څه نه‌دي ویلي.

ډیکسن د شنبې په ورځ په یوه پیغام کې ویلي وو، چې د طالبانو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره یې د یوه خوندي، باثباته او سوکاله افغانستان د اهمیت په اړه رغنده خبرې وکړې.

څه باندې درې کاله وړاندې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته د افغانستان لپاره د لوېدیځ اکثر سفارتونه په قطر کې فعالیت کوي او د بریتانیا د سفارت د شارژدافیر په ګډون ځینې بهرني ډیپلوماتان کله ناکله کابل ته سفرونه کوي، چې له طالب چارواکو سره وګوري.

تر اوسه د نړۍ هيڅ هېواد د طالبانو رژیم په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

بشري حقونو ته په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو ته درناوى او د يوه ټول‌شموله حکومت جوړول د طالبانو د رژيم د رسميت پېژندلو په وړاندې د نړيوالې ټولنې اساسي شرطونه ګڼل کېږي.