نن دوشنبه د افغانستان په ۲۰ ولايتونو کې د باران او سېلابونو د راوتو اټکل شوی

د سېلابونو يو انځور

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ویلي نن دوشنبه هم د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې باران او سېلابونو اټکل شوی دی.

دغه رياست پرون په يوه خبرپاڼه کې وويلي چې، بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کاپيسا، پروان، پنجشېر، تخار، بغلان، کندز، سمنګان، بلخ، باميان، سرپل، جوزجان، فارياب، غور، بادغيس او هرات ولایتونه پرون یک‌شنبه او نن دوشنبه به هم د سختو بارانونو، تالندې برېښنا او سېلابونو شاهدان وي.

په بېلابېلو سیمو کې د باران اندازه د ۱۵ او ۳۵ ملي مترو ترمنځ اټکل شوې ده.

د باران او سېلابونو اټکل داسې وخت کېږي، چې د شنبې په ورځ د بدخشان ولایت په مرکز فیض‌اباد ښار کې د سېلابونو له امله یو دیارلس کلن هلک مړ شو.

د دغه ښار ځینې برخې د سختو بارانونو او سېلابونو شاهدې وې.