نن دوشنبه د افغانستان په ۱۶ ولايتونو د ګوزڼ ضد واکسين کمپاين پيل شو

ارشيف

نن دوشنبه د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې تر ۵ کلونو کم‌عمره ماشومانو ته پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین ورکولو کمپاین پیل شو.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان امرخېل په یوه ویډیويي پیغام کې چې رسنیو ته لېږل شوی، ویلي: "دغه کمپاین چې ۳ ورځې به ادامه ولري، پر ۶ اعشاریه ۲ ميلیونو هغو ماشومانو به چې عمرونه یې تر ۵ کلونو کم دي، دغه واکسین تطبیق شي. له قومي مخورو، علمای کرامو او په سیمه کې له بانفوذو اشخاصو مو هیله ده، چې په سیمه کې د واکسین له ټیمونو سره مرستندوی وي، چې د پولیو واکسین په سمه توګه تطبیق شي."

په افغانستان کې تېر کال شپږ ماشومان ګوزڼ وهلي وو چې ټول یې د ننګرهار ولایت وو، خو سږ میلادي کال تر دې دمه په افغانستان کې د پولیو ۲۲ مثبتې پېښې ثبت شوي او دا په‌داسي حال کې ده چې په پاکستان کې سږ کال تر اوسه پورې د پولیو ۴۱ پېښې ثبت شوې دي.

تېره میاشت د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د دغه کمپاین ځینو رضاکارانو ازادي راډیو ته ویلي وو، چې دغه بهیر له تېرو دوو میاشتو راهیسې د نامعلوم دلیل له امله درېدلی دی.