د هند صدراعظم له خپل هسپانوي سيال سره د هند پوځي الوتکو فابريکه پرانيسته

د هند صدراعظم نریندرا مودي‌

د هند صدراعظم نریندرا مودي‌ او هسپانوي سیال یې پېدرو سانچز نن دوشنبه د هند د پوځي الوتکو د تولید لومړنۍ شخصي فابریکه پرانيسته.

دغه فابریکه د هند د ګجرات ایالت په وادودارا ښار کې واقع ده، چېرته چې سلګونه کسان د هسپانیې د صدراعظم هرکلي ته راوتلي و.

په تېرو ۱۸ کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د اسپانیې یو مشر هند ته سفر کوي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس په وینا نوې پرانيستل شوې فابریکه د هسپانیې د ایربس په همکارۍ به (سي ۲۹۵) ایربس پوځي ترانسپورتي الوتکې تولیدوي.

دغه تولیدېدونکې پوځي الوتکې به د هند د هوایي پوځ په واک کې ورکول کېږي.