د فلسطين روغتيايي چارواکي: د غزې پر شمال د اسراييلو بريد کې ۴۵ کسان وژل شوي

پر غزه د اسراييلو د بريد يو انځور

د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي، د یک‌شنبې په ورځ د غزې پر شمال د اسراییلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۵ کسان وژل شوي دي.

اسراییلي پوځيانو د غزې په شمال باندې یو وار بیا تمرکز زیات کړی، ځکه په خبره یې د حماس جنګیالي د انسجام په حال کې دي.

حماس د امریکا او اروپايي ټولنې له‌خوا ترهګريز سازمان ګڼل کېږي.

د غزې په شمال کې داسې وخت د لسګونو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی چې د بندیانو او یرغملو د تبادلې په هدف د یوه لنډمهالي اوربند په سر خبرې پيلیږي.

د امریکا د مرکزي استخباراتو سي‌ای‌اې او د اسراییلو د استخباراتو ادارې موساد مشران به د قطر له صدراعظم سره په دوحه کې د دغه اوربند په څرنګوالي بحث وکړي.

تمه کېږي چې د لنډمهالي اوربند په وخت د حماس په لاس یوشمېر یرغمل شوي کسان د فلسطیني بندیانو په بدل کې خوشې شي.