د طالبانو یوې مخالفې وسلهوالې ډلې د افغانستان د خپلواکۍ جبهې ادعا کړې، چې دا برید دوی د طالبانو په ځواکونو باندې کړی.
دې جبهې په خپله ایکسپاڼه دغې چاودنې ته منسوبه ویډیو هم خپره کړې او ادعا یې کړې چې دوه طالبان یې وژلي او دری نور یې ټپيان کړي دي.
د طالبانو چارواکو لا رسماً د دغه برید په اړه څه نهدي ویلي، خو په خواله رسنیو او ګڼو کورنیو رسنیو د کندز د خان اباد په چوک کې د چاودنې خبر ورکړی دی.