د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې د اسیا ایمرجېنګ جام په پایلوبه کې د سریلانکا الف لوبډلې ته د ۷ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې د یاد ټورنمنټ اتلولي وګټله.
دغه سیالي چې نن یکشنبه د اکټوبر په ۲۷مه نېټه د عمان په کوربهتوب د کابل پر وخت مازدیګر ۶:۰۰ بجې پیل شوې وه، سریلانکا یې پچه وګټله او توپوهنه یې وکړه.
سریلانکا په شلو اورونو کې ۷ لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۳۳ منډې یې وکړې.
د یادې لوبډلې په توپوهونکو کې ساحان تر نورو ښه ولوبېد او ۶۴ منډې یې وکړې.
د افغان ابدالیانو لپاره په توپ اچونه کې بلال سمیع ۳ او الله محمدغضنفر لوبغاړي وسوځول.
افغان ابدالیانو که څه هم د لوبې په لومړي توپ خپل پیلیز توپوهونکوی ذبیداکبري له لاسه ورکړ، خو یو وار بیا صدیقالله اتل او کریم جنت افغان لوبډله اتلولۍ ته ورسوله.
اتل په ۵۵ منډو ناسوځېدلی پاتې شو او کریم جنت په ۳۳ منډو وسوځېد.
دغه راز محمداسحاق په ۱۶ منډو ناسوځېدلی پاتې شو.
صدیقالله اتل په دې ټورنمنټ کې تر ټولو توپوهونکو زیاتې منډې وکړې.