د ایران د نيشاپور د کرنې د ادارې رييس علي مبارکي وايي، سره له دې چې زعفران له ايران څخه افغانستان ته صادرېږي، خو افغانستان د ايران د زعفرانو پر اصلي سيال بدل شوی دی.
د ایران د راډیو تلوېزیون پر اساس، علي مبارکي پرون شنبې وويل، په داسې حال کې چې په ایران کې د زعفرانو کښت اوږد تاریخ لري، اوس ګاونډی افغانستان د ایران د زعفرانو په سیال بدل شوی دی.
طالبان وايي چې د کوکنارو د کښت له بندېدو وروسته، د افغانستان په ۲۶ ولايتونو کې د زعفرانو کښت زيات شوی دی.
د بلجيم د "مزه" نړیوال انسټېټیوټ د جوزا په مياشت کې اعلان وکړ چې د لابراتوري څېړنو وروسته، د هرات زعفرانو د خوند له پلوه لومړی مقام ترلاسه کړی دی.
د راپورونو له مخې، افغانستان سږ کال تر ۷۰ ټنه زیات زعفران بهر ته صادر کړي دي.