د هسپانیې د فوټبال دوو مخکښو کلبونو بارسلونا او ریال مادرید د لالیګا په یولسمه اوونۍ کې سیالي وکړه چې ۴ د صفر پر وړاندې بارسلونا وګټله.
دغه سیالي د اکټوبر په ۲۶مه نېټه د کابل پر وخت د شپې ۱۱:۳۰بجې د هسپانیې د سانتیاګوبرنابیو په لوبغالي کې ترسره شوه چې د لوبې تر پایه بارسلوانا څلور ګولونه ووهل، خو ریال مادرید په ګول وهلو بریالی نهشو.
په دې لوبه کې د بارسلونا لپاره لیواندوفسکي دوه، سپس یمال او رافینیا یوـیو ګول وواهه.
تر یادې بریا وروسته د نومرو په جدول کې د بارسلونا نومرې ۳۰ ته ورسېدې او په اول مقام کې پاتې شو.
ریال مادرید په ۲۴ نومرو سره لا هم په دوهم مقام کې قرار لري.