په روسیه کې د یوې هیلیکوپټرې د نسکورېدو له کبله څلور کسان مړه شوي

ارشیف

د روسیې په کیروف سیمه کې د یوې هیلیکوپټرې د نسکورېدو په پېښه کې څلور کسان مړه شوي دي.

د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت پرون ویلي، د پخواني شوروي اتحاد پر مهال دغه جوړه شوې Mi-2 ډوله هیلیکوپټره بیلیینکي کلي ته څېرمه نسکوره شوې ده.

دا کلی د مسکو د شمال ختیځ په شاوخوا ۷۰۰ کیلومترۍ کې پروت دی.

د راپورونو له مخې، په هیلیکوپټره کې د پیلوټ تر څنګ یو ډاکتر او دوه روغتیايي کارکوونکي موجود وو.

د پېښې د لامل په اړه څېړنې پيل شوې دي.

Mi-2 ډوله هیلیکوپټرې د ۱۹۶۰مو کلونو له نیمايي د ۱۹۹۰مو کلونو تر وروستیو تولیدېدلې.