د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو ملي لوبډله نن یکشنبه له بنګلهدېش سره لوبه کوي.
دا د اسیا د ملتونو جام لپاره تر ۱۷ کلونو کم عمره لوبډلو د لومړنیو سیالیو په لړ کې د افغانستان وروستۍ لوبه ده چې نن ماسپښین د کابل پر وخت ۱:۳۰ بجه پیلېږي.
د افغانستان د ۱۷ کلونو لوبډلې په خپلو وروستیو درېیو لوبو کې فیلیپین، مکایو او کمبوډیا ته ماتې ورکړې او د نهو نومرو په لرلو سره د جدول په سر کې ځای لري.
د اسیا د ملتونو جام د ۱۷ کلنو لوبډلو لومړنۍ سیالۍ چې د اسیا د لسو ښارونو په کوربهتوب پیل شوي، ۴۳ لوبډلې په کې په لسو ګروپونو کې برخه لري.