په افغانستان کې د سوک وهلو یا بوکس ملي لوبډلې ته د بوکسرانو د غوراوي لپاره د ۲۸مې دورې سیالیو لړۍ پرون په کابل کې پیل شوه.
ملي تلوېزیون چې طالبان یې اداره کوي، د افغانستان د بوکس د فدراسیون په حواله خبر ورکړ چې دا سیالۍ د لویانو په ۱۳ بېلابېلو وزنونو کې د هېواد له ۱۶ ولایتونو څخه د ۲۸۷ بوکسرانو ترمنځ ترسره کېږي.
د افغانستان د بوکس فدراسیون په وینا، د دې مسابقو په پای کې به له هر وزن څخه دوه لوبغاړي د هېواد د بوکس ملي ټیم ته غوره شي، چې ټول شمېر به یې ۲۶ تنه وي.