ايران: تهران د بهرني تيري پر وړاندې د دفاع حق لري

تهران کې يو نظامي مرکز

د ایران پر پوځي اهداف د اسراییلو له بریدونو وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، تهران د هغو کړنو پر وړاندې چې دوی یې "بهرني تیري ګر" بولي، د دفاع حق لري.

د ازادي راډیو د فردا څانګې د راپور پر بنسټ، په هغې اعلامیه کې چې نن د (اکټوبر ۲۶مه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت خپره کړې، دا برید په "کلکو ټکو غندل" شوی دی.

په اعلامیه کې وړاندې دا بریدونه له نړیوال قانون او د ملګروملتونو له منشوره سرغړونه بلل شوې ده.

ایران ویلي، په‌دې بریدونه کې يې دوه سرتیري ټپیان شوي دي.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګه لیکي، ایران دا تایید کړې چې د دې هېواد پر پلازمېنې تهران او شاوخوا نورو سیمو کې اسراییلو پوځي اهداف په نښه کړي دي.

ایران ویلي، دې بریدونو محدود زیانونه اړولي دي.

د اسراییلو پوځ نن سهار په ایران کې یوشمېر پوځي اهداف په هوايي ځوابي بریدونو کې په نښه کړل.

دا بریدونه وروسته له هغې دي چې ایران د اکټوبر په پیل کې پر اسراییلو په لسګونه بالستیک توغندي وتوغول.

له‌دې بریدونو وروسته، د برتیانیايې صدراعظم کییرسټارمر ویلي، ایران باید دې بریدونو ته ځواب ور نه‌کړي.

د رویترز د راپور پر بنسټ، سټارمر له ښکېلو خواو د زغم غوښتنه کړې ده.