ايران د اسراييل په هوايي بريدونو کې د خپلو دوو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی

پر ايران د اسراييل د بريد له ويډيو اخيستل شوی انځور

ایران ویلي، د اسراییلو په هوايي بریدونو کې يې دوه سرتېري وژل شوي دي.

دا خبر د فرانسې خبري اژانس ورکړی، چې تر اوسه په‌دې اړه نور جزیات نه‌دي خپاره شوي.

بل پلو، پر ایران د اسراییلو د ځوابي هوايي بریدونو په غبرګون کې د بریتانیا صدراعظم کییرسټارمر ویلي، ایران باید دې بریدونو ته ځواب ور نه‌کړي.

د رویترز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، سټارمر له ښکېلو خواو غوښتي چې له زغم کار واخلي.

د اسراییلو پوځ نن سهار د (اکټوبر ۲۶مه) د ایران پر یوشمېر پوځي اهدافو ځوابي هوايي بریدونه وکړل.

دا بریدونه وروسته له هغې دي، چې ایران تېره میاشت په لسګونه بالستیک توغندي پر اسراییلو توغولي وو.

د اسراییلو پوځ ویلي، پر ایران د دوی ځوابي بریدونه پای ته رسېدلي او ایران د دوی پر درې ښارونو د اسراییلو بریدونه تایید کړي و.

د رویترز خبري اژانس د راپور پر بنسټ ایران ویلي، هوايي مدافع سیستم يې دا بریدونه دفعه کړي، خو ځینې سیمې يې زیانمنې کړي دي.