ایټالیا د افغانستان لپاره نوې سفیره ټاکلې ده

د افغانستان لپاره د ايټاليا سفيره سبرینا اوګولیني

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته پر خپلې ایکس‌پاڼې (پخواني تویټر) ویلي: "سبرینا اوګولیني يې د افغانستان لپاره د نوې سفیرې په توګه ګومارلې چې د قطر له پلازمېنې دوحې به خپلې چارې مخته وړي."

اوګولیني ویلي، دغه مسوولیت په ویاړ مني او د خپل کار په برخه کې به د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته لومړیتوب ورکړي.

له ایټالیا سربېره، د امریکا د متحده‌ایالاتو په ګډون د افغانستان لپاره د یوشمېر نورو هېوادونو سفیران او استازي خپلې چارې له دوحې پر مخ وړي.

۵۶ کلنه اوګولیني د ایټالیا په پلازمېنه روم کې نړۍ ته سترګې غړولي او د سیاسي علومو په برخه کې لوړې زده‌کړې کړي دي.