د سربیا ولسمشر وايي، په اروپايي ټولنه کې د دې هېواد غړیتوب او دې هدف ته د رسېدو هڅې خورا مهمې دي.
الکساندر ووچیچ دا څرګندونې پرون د اروپايي کمېسیون له مشرې اوزولا فان دېرلین سره له کتنې وروسته وکړې.
ښاغلي ووچیچ په بلګراد کې له مېرمن فان دیرلین سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې، د اروپايي کمېسیون مشرې له سربیا څخه وغوښتل چې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ له اعلامیو سره دې ځان تر دې زیات برابر کړي.
سربیا له روسیې سره نژدې اړیکي لري او پر اوکراین د یرغل له کبله پر مسکو د نړیوالو بندیزونو له عملي کولو څخه یې ډډه کړې ده، خو ولسمشر ووچیچ په روانه اوونۍ کې د روسیې په کازان ښار کې د برېکس د اقتصادي ټولنې په غونډه کې د ګډون لپاره د ولسمشر پوتین غوښتنه رد کړه.