اوکرايني چارواکي: کييف کې د استوګنې پر يوې ودانۍ د روسيې بې‌پيلوټه الوتګه لګېدلې

کييف کې هغه ودانۍ چې د روسيې بې‌پيلوټه په‌کې لګېدلې

د روسیې یوه بې‌پیلوټه الوتکه پرون د اوکراین په پلازمېنه کییف کې د استوګنې پر یوه ودانۍ ولګېده.

د کییف د پوځي ادارې مشر سیرهي پاپکو وايي، د پلازمېنې د مرکز د لوېدیځ په یوه ناحیه کې د دې ډرون د لګېدو له کبله لګېدلی اور د ودانۍ څو اپارتمانونو ته خپور شو.

د دې برید په نتیجه کې د احتمالي زیانونو په اړه سمدستي معلومات نه‌شته، خو د ښاغلي پاپکو په وینا د بېړنیو خدماتو مامورین سیمې ته رسېدلي دي.

د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو پر ټلېګرام شبکې لیکلي دي چې، اور د دې لوړ پوړیزې ودانۍ په وروستي پوړ کې ولګېد.

له‌دې پېښې مخکې چارواکو د روسیې د هوايي حملو د زیانونو د مخنیوي لپاره د خطر زنګونه غږولي وو.