چین د افغانستان پر صادراتو مالیه معافوي

د چین بیرغ

چین اعلان کړی چې د افغانستان پر صادراتو به مالیه معاف کړي.

دا خبر په افغانستان کې د چین سفیر نن په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې خپور کړی دی.

په افغانستان کې د چین سفیر جاو شینګ او ورسره پلاوي پرون په کابل کې د طالبانو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په همدې تړاو خبرې کړې وې.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس څرګندوي چې دا مالیه به د ډسمبر له میاشتې وروسته نه اخیستل کېږي.

افغانستان پروسږ کال چین ته د ۶۴ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات لرل.

چین یو له هغو څو محدودو هېوادونو څخه دی چې په کابل کې د واکمنو طالبانو له حکومت سره نژدې روابط لري او په پېکېنګ کې یې د دوی سفیر منلی دی.