په هلمند کې تلوېزیوني خپرونې بندې شوې

په افغانستان کې د یوې رسنۍ نیوز روم

د طالبانو له لوري د ژوندي موجوداتو د تصویرونو د نه خپرېدو په لړ کې په هلمند ولایت کې تلوېزیوني خپرونې بندې شوې.

د افغانستان د خبریالانو مرکز نن دا خبر ورکړ او په یوه بیان کې یې په دې اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه چې داسې کارونه به بدې پایلې ولري.

هلمند څلورم ولایت دی چې د ژوندي سارو یا موجوداتو د تصویرونو خپرېدل په‌کې ممنوع شول.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر په وروستیو کې فرانس پرېس اژانس ته ویلي وو چې د ژوندي سارو د تصویرونو او فلمونو اخیستل به په تدریجي توګه په ټول افغانستان کې بند شي.

د طالبانو دې اقداماتو د رسنیو د ملاتړیو بنسټونو غبرګونونه پارولي دي.