د امريکا دفاع وزير خپل اسراييلي سيال ته: د لبناني سرتېرو او د سوله‌ساتو له وژنې ډډه وکړئ

د امریکا دفاع وزیر لوید آستین

پنتاګون اعلان کړی چې، د امریکا دفاع وزیر لوید آستین، خپل اسراییلي سيال ته ویلي چې، واشنګټن د لبنان د پوځ پر ځواکونو د برید په اړه اندېښنه لري او اسراییل باید داسې اقدامات وکړي چې، د لبناني سرتېرو او په لبنان کې د ملګروملتونو د سوله‌ساتو امنیت ډاډمن کړي.

د پینتاګون د بیان له‌‌مخې، ښاغلي آستین د چهارشنبې په ورځ په ټیلیفوني خبرو کې له یوآو ګالانت سره په خبرو کې ویلي، واشنګټن د بیت حانون له لارې شمالي غزې ته د بشري مرستو د رسېدو هرکلی کوي او له اسراییل یې غوښتي، چې په‌دې سیمه کې د سخت بشري وضعیت د ښه کولو لپاره ګامونه پورته کړي.

درې لبناني سرتېري د یک‌شنبې په ورځ په جنوبي لبنان کې د اسراییل په برید کې ووژل شول.

اسراییل چې وایي یوازې د حزب‌الله وسله‌والې ډلې سره په جګړه کې دی او نه د لبنان له پوځ سره، د دې درېیو سرتېرو د وژلو له امله يې بښنه غوښتې ده.

په لبنان کې د ملګروملتونو سوله‌‌ساتونکو هم راپور ورکړی چې، څو ځلې پرې اسراییل بریدونه کړي.

خو اسراییل، ملګروملتونو ته ویلي چې، په‌دې پیښو کې له مبالغې کار اخیستل شوی دی.