هګاري: د سپاه پاسداران ګڼ شمېر افسران د ایران د سفارت له لارې لبنان ته داخل شوي

د اسراییل د پوځ ویاند دانیل هګاري

د اسراییل د پوځ ویاند وایي چې د ایران د سپاه پاسداران ګڼ شمېر افسران د ایران د سفارت له لارې په بیروت کې لبنان ته داخل شوي چې د حزب‌الله سره د راکټونو په توغولو او پر اسراییل د بې پېلوټه الوتکو په بریدونو کې مرسته وکړي.

دانیل هګاري زیاته کړه چې اسراییل په بیروت کې د ایران په سفارت کې د سپاه پاسداران دغه افسران، چې له حزب‌الله په راکټي او ډرون بریدونو کې مرسته کوي، څاري.

نوموړي تېره شپه له العربیه تلوېزیون سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې ایران، لبنان ته د ځواکونو او تجهیزاتو په لېږلو سره غواړي له حزب‌الله ډلې سره مرسته وکړي، خو اسراییل دوی څاري او اجازه به ورنه کړي چې حزب‌الله، چې په تېره یوه میاشت کې یې درانه ګوزارونه خوړلي، خپل کنټرول او قومانده بیا ترلاسه کړي.

دانیل هګاري همداراز وویل چې د دوی پوځ په وروستیو عملیاتو کې د حزب‌الله ډلې تر ۱۵۰۰ ډېر غړي چې ډېری یې د قوماندې د کچې غړي او جګپوړي کسان وو، له منځه وړي دي او د دقیقو استخباراتي معلوماتو پر اساس به د دې ډلې ټولو مهمو کسانو ته، که په بیروت کې وي او که د جګړې په میدانونو کې، ګوزار ورکوي.

نوموړي ټینګار وکړ چې په لبنان کې د حزب‌الله غړي د باوري راپورونو پر بنسټ تعقیب او په نښه کېږي.