د برېکس سازمان غړي هېوادونه: طالبان دې پر افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو بندیز پای ته ورسوي

د برېکس سازمان د ۱۶مې سرمشریزې یو انځور

د چین، روسیې او د برېکس سازمان د نورو غړو هېوادونو مشرانو له طالبانو وغوښتل چې پر افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو بندیز پای ته ورسوي.

هغوی د خلکو د اساسي حقونو په درناوي ټینګار کړی او په افغانستان کې د مسائلو د سوله‌ییز او عاجل حل غوښتنه کړې ده.

د برېکس د ۱۶مې سرمشریزې د پای په اعلامیه کې د ښځو، نجونو او د دغه هېواد د بېلابېلو قومونو د حقونو په شمول د افغانستان د خلکو پر اساسي حقونو ټینګار شوی دي.

همداراز په افغانستان کې د بېړنیو او بې‌وقفې بشري مرستو پر وړاندې کولو هم ټینګار شوی دی.

د بریکس ۱۶مه غونډه چې د اکټوبر په ۲۲مه د روسیې د تاتارستان جمهوریت په کازان ښار کې پیل شوې، تر نن، د اکټوبر ۲۴مې پورې دوام کوي او په هغې کې د ۳۶ هېوادونو او ۶ نړیوالو سازمانونو پلاوي ګډون لري.

په دې سرمشریزه کې د غړو هېوادونو، لکه روسیې، برازیل، هند، چین، جنوبي افریقا، مصر، متحده عربي اماراتو، ایتوپیا او ایران مشران هم ګډون لري.