امریکایي چارواکي: شمالي کوریا ۳۰۰۰ سرتېري روسیې ته لېږلي او د روزنې په حال کې دي

د شمالي کوریا سرتېري د تمریناتو په حال کې لیدل کېږي.

امریکایي چارواکي وایي چې شمالي کوریا خپل درې زره سرتېري روسیې ته لېږلي او په بېلابېلو مرکزونو کې د روزنې په حال کې دي.

اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د امریکایي چارواکو په حواله ویلي، که د شمالي کوریا دغه سرتېري له روسیې څخه د اوکراین جګړې ته ولاړ شي، عواقب به ولري.

د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټڼ پرون له روم څخه د کتنې پر مهال وویل، دا مسکو ته د وسلو له ورکړې وروسته د پيونګ یانګ بل ګام دی چې اخیستی یې دی.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي ویلي، دوی باور لري چې شمالي کوریا د بېړیو له لارې د روسیې بندري ښار ولادیفوستوک ښار ته لږترلږه ۳۰۰۰ سرتېري استولي دي.

کربي ویلي، دوی نه پوهېږي چې دغه سرتېري به اوکراین ته استول کېږي او که نه، خو په خبره یې، دا کار دوی ته د اندېښنې وړ دی.