د کابل ښار د تذکرو ریاست د دروازې مخې ته چاودنې مرګ‌ژوبله اړولې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولایت موقعیت

د کابل ښار د تذکرو ریاست د ورودي دروازې مخې ته نن یوې چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو په حکومت کې یوې باوري سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې دا چاودنه د چهارشنبې ماسپښین د عقرب دوهمه د پامیر سینما ترڅنګ هغه مهال وشوه چې یو بریدګر د چاودېدونکو موادو سره غوښتل د تذکرو ریاست ته ننوځي.

د دې سرچینې په وینا، مخکې له دې چې بریدګر دې ریاست ته ننوځي، چاودېدونکي مواد یې وچاودېدل چې په پایله کې خپله بریدګر ټپي شو، خو په سیمه کې دوه ملکیان ووژل شول.

عیني شاهدان وايي چې چاودنه په داسې ځای کې شوې چې د سړک د غاړې پلورنکي په کې وو او هغوی ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

تر اوسه هېڅ شخص یا ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.